په فرانسه كښې استوګن مسلمان محقق او د بين المللی مسائلو كارپوه سامباديانی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په مركه كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: كۀ د فرانسې د مسلمانانو د حالت په هكله خبرې كول وغواړو نو پكار دی ووايو چې هغوی په ښو شرايطو كښې نه دی. په حقيقت كښې فرانسې يو داسې هيواد دے چې پكښې مسلمانان د خپلو مذهبی چارو په ترسره كولو كښې د لازيات محدوديت سره مخامخیږی.
دۀ وضاحت وكړ: د دغې مسئلې يو علت رسندوی تبليغات كيدې شی چې د مسلمانانو د بې اعتباره كولو لپاره د صهيونسټانو لخوا ترسره كیږی. تۀ به وائې چې مسلمانان په دغه هيواد كښې په يوې مطمئنې قوې باندې بدل شوی دی چې حكومت كوشش كوی د دوی په وسيلې سره د اقتصادی او اجتماعی او داسې نورو دباؤنو په شان په ځان باندې وارد شوی ټول دباؤنه له مينځه يوسی.
1109693