IQNA

د سعودی عرب له شيعه مسلمانانو څخه د بحرېن د انقلابيانو ملاتړ/ د آل خليفه نسكورېدل د آل سعود د نسكورېدو سريزه ده

23:37 - October 02, 2012
د خبر لمبر: 2424743
نړيواله ډله: د بحرېن د فرورۍ د څوارلسمې د انقلاب د ملګرو غورځنګ د سعودی عرب په ختیځی سيمه كښې د شيعه مسلمانانو له غورځنګ څخه د ملاتړ په ترڅ كښې پخلے وكړ: د آل خليفه نسكورېدل به د آل سعود د ډېكټېټر د نسكورېدو د الارې شروع كوونكی دی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم د خبری چېنل د رپوټ له مخې رپوټ وركړ، د بحرېن د فرورۍ د څوارلسمې نېټې د ملګرو غورځنګ د يوې بيانیې په جاری كولو سره د بحرېن د صدد سيمې د انقلابی زلمی علی حسېن نعمه الصددی او د عربستان د العواميه سيمې د انقلابی ځوان حسن الزاهری په شهادت د تسليت ويلو په ترڅ كښې د منامې د ډېكټېټر رژيم تر نسكورېدو پورې د ولسی انقلاب په دوام باندې پخلے وكړ.
دغه غورځنګ وويل په داسې حال كښې چې خلق د خپلو حقو او روا حقوقو لپاره د پرامن جلوس په حال كښې وو شهيد نعمه په صدد كلی كښې د آل خليفه د ځواكونو په ډزو سره ولګېدو او شهيد شو.
په دغو بيانيه كښې راغلی دی چې په مظاهرو باندې د آل خليفه دځواكونو په حمله كښې په لسګونو نور كسان ژول شول چې د ځينوحال پكښې سخت بيان شوے دے. همدارنګ د آل خليفه رژيم ځواكونو د شهيد په كور باندې هم حمله وكړه او د كور خلق یې وځپل.
دغه غورځنګ په خپله بيانيه كښې د آل سعود د ځواكونو په لاسو د ختیځې سيمې د نيولو او همدارنګ د آل خليفه په ذریې سره د بحرېن د نيولو په غندلو سره وويل: د دغو دواړو سيمو برخليك يوشان دے. او بحرېن او د عربستان ختیځه سيمه له يو بل سره متعلق سيمې دی په دې وجه د رياض امنيت د بحرېن له امنيت سره تړاؤ لری او او د آل خليفه د رژيم نسكورېدل د آل خليفه د ډېكټېټر د نسكورېدو سريزه ده.
دغه غورځنګ زياته كړه چې دغو طاغوتيانو سپين چېكونه یې دستخط كړی دی چې تل به د امريكې، برطانیې، يهوديانو، صهيونېسټانو او نړيوالو مېشنريانو نوكران وی خو مونږ د كاميابۍ لپاره يوازې د خداے پاك په ذات باندې توكل كوو.
1110916
captcha