د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له بهرنيو چارو د وزارت له اطلاعاتو او مطبوعاتو ادارې ې نقلوی، زمونږ د هيواد بهرنيو چارو د وزارت ويندويی رامين مهمان پرست د لوړرتبه مقاماتو په ناسته كښې د ملګرو ملتونو د سازمان په ځای كښې د كيميايی اسلحې د كنونشن د لازمی كيدو په پينځلسمې كليزې كښې دې ته په پام چې لويدیځ د كيميايی اسلحې په پراختيا كښې له 455 نه زياتو كمپنو كښې د صدام مرسته كړې، وويل: صدام د يو اصلی عامل په توګه خپلې سزا ته ورسيد او اوس بايد اصلی سزا هغه كسانو ته وركړی شی چې په دې غير انسانی اسلحې جوړولو كښې یې هغه سره مرسته كړې ده.
هغه همدارنګ په دې ناسته كښې د ايران د استازی په توګه خبرې كولی دې ته په پام چې ايران د كيميايی اسلحو له ټولو اصلی قربانی و، وويل: چې كله چې اته كالی صدام په مونږ جنګ تپلې و نو په دې كښې له سلو زرو زيات ښاريان چې 7 زره په كښې فوځيان هم نه وو شهيدان او ژوبل شو او تر اوسه پورې ځينې ژوبل شوی او په دې كيس لګيدلی كسان لا په غم اخته دی.
1112110