IQNA

11:11 - October 04, 2012
د خبر لمبر: 2425527

ايت الله خامنه ای: د ايران ملت به د خدای په فضل سره له مشكلاتو په ښه ډول تير شی

سياسی ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د ايران د غوره ځوانو شخصيتونو او د وړتياؤ درلودونكو ځوانانو په ټول كې ټينګار وكړ په الهی فضل سره د ايران ملت به د خپلو زياركښو ځوانانو د انسانی ځواك په شتمنۍ په تكیې سره او دغه راز د دباؤنو په وړاندې په دريدا سره له ټولو خطرناكو خنډونو تير شی او د نيكمرغۍ څوكې ته به ورسیږی.

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای په دغې كتنې كې چې په ولولناكې او تاندې فضا كې وشوه د توانمنيو او وړتياؤ د كارولو د توفيق په خاطر ځوانو غوره شخصيتونو ته د مباركۍ په ويلو سره دوی ته په خطاب كې وفرمايل، تاسو خواږّه عزيزان بايد د اوسنی وړتياؤ د كارولو په حد قانع نه شئ بلكې بايد دغه تخم په يوه ګټه ور او ميوه وركونكی نيالګی بدل كړئ چې په ټولو وختونو او موقيعيتونو كې خپله خوږه ميوه د هيواد، ملت، تاريخ او په نهايت كې بشريت ته ډالۍ كړی. د اسلامی انقلاب ستر لارښود ښاغلی حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د يو شمير ځوانو شخصيتونو ليدتوګو او وړانديزونو ته په اشارې سره چې په دغې كتنې كې مطرح شول دوی ئې سنجيده او د غوره تفكر لرونكی او صدق او صفا ډك وبلل او دغو ليدتوګو او وړانديزونو ته د توجه لپاره ئې مسئولانو ته په سپارښتنو سره زياته كړه كله چې ځوانان دغه ډول په تاندوالی او هيلو او سنجيدګيو او د مسئوليت په احساس سره د هيواد د راتلونكی او پرمختګ په باب مطلبونه بيان كوی، نو يوه خوږه فضا رامينځة كیږی چې بايد دغه روحيه په ځوانانو په تيره بيا غوره شخصيتونو كې پياوړی شی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود سيد علی خامنه ای هم دا راز د غافلو او اړونده واكوالانو او حاكمانو د سلطې په علت د ايران علمی تاريخی وروسته پاتيوالی ته په اشارې سره وويل، له نړۍ سره زيات علمی واټن او په سيمې كې نسبتا د پياوړو سيالانو شتون هغه واقيعيتونه دی چې د ايران د ملت له شان او مقام سره وړ مقام ته تر رسيدا پورې د علمی چټكتيا د خوځښت د دوام ضرورت دوه چنده كوی.
هغه حضرت هم دا راز د ځوانانو د پياوړی روحیې نتيجه د ايران د ملت او هيواد په ګټه وبلله او ټينګار ئې وكړ ځوان شخصيتونه چې له دغه ډول انګيزو او روحيو سره د ايران د علمی پرمختګ په لاره كې ګامونه پورته كوی، په حقيقت كې خپله شخصی پانګه چې هماغه نبوغ دی په ملی پانګې بدلوی او ټول به ورځينی ګټه پورته كړی.
1112919
captcha