IQNA

په هند كښې ((د امام رضا (ع) ژوند ته لنډه كتنه)) نومې ترجمه شوی كتاب مخكتنه وشوه

20:36 - October 04, 2012
د خبر لمبر: 2425666
د ادب ډله: د حجت الاسلام سيد محمد نجفی يزدی په قلم ليكل شوی ((د امام رضا (ع) ژوند ته يوه لنډه كتنه)) نومې كتاب د هندی ترجمې مخكتنه د هندد لكهنؤ ښار په محمد علی شاه امامباړه كښې وشوه.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې دغه كتاب د ايران د امام رضا (ع) د مقدسې استانې لخوا د مشهد د اسلامی تبليغاتو او ارتباطاتو د معاونت په همكارۍ او په ١٧٣ مخونو سره ددرې زرو په شمېر چاپ شو.
د دغه كتاب د مخكتنې مراسم چې د عباس اصغر شبريز او سيد محمدحسن نقوی لخوا له فارسۍ څخه په هندۍ ژبه ترجمه شوے دے، پرون د تلې د مياشتې په يولسمه نېټه ترسره شول.
1112492
captcha