د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د خارجه وزارت ويندوی په قدس شريف كښې د اسمانی دينونونو سپیڅلتياو او په الاقصی جومات سپكاوی كښې د صهيونيسټ رژيم تيریګر اقدام او د جمعې په ورځ په لمونځ كونكيو د دغه نيواكګر رژيم تيری په كلكه وغاند.
د ايران د خارجه وزارت ويندوی دغه راز له سيمه ايزو او نړيوالو مسولو ادارو او په تيره بيا د اسلامی ملګرتيا موسسې څخه وغوښتل د صهيونيسټ رژيم له ښكاريه تيريو سره د مسولانه چلند كولو په ترڅ كښې د اسرايلو لخوا د قدس شريف د يهودی كولو او د دنيا د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې د ويشلو د بهير مخه ونيسی.
د ويلو ده چې د اسرايل رژيم تل په الاقصی جومات تيری كوی خو اكثره عرب هيوادونه په تيره بيا سعودی عرب په دې هكله غلی ناست او هیڅ خبره نه كوی .
1114751