IQNA

د بحرين مسلمانان د آل خليفه رژيم په لاس په شهيد شويو جوماتونو كې لمانځونه تر سره كوی

20:06 - October 07, 2012
د خبر لمبر: 2427451
نړيواله ډله: د بحرين د مسلمان ولس د ويرولو لپاره د جوماتونو په ړنګولو كې د آل خليفه رژيم د عسكرو د اقداماتو زياتيدا هم نه ده توانيدلې هغوی په شهيد شويو جوماتونو كې د جمعې لمانځه له ادا كولو وغړوی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم خبری چينل یې نقلوی چې د بحرين مسلمانانو په وينا د سختې تودوخې او د سر پناه د نه درلودلو په علت په كنډواله شويو جوماتونو كې د لمانځه ادا كول له يوې مودې راهسې دريدلی وو، خو د تودوخې په كميدا سره يو ځل بيا د آل خليفه رژيم په لاس په كنډواله شوو جوماتونو كې لمونځ يو ځل بيا قايم شوی دی.
د بحرين آل خليفه رژيم د ښاريزو د ويرولو لپاره حتی د جوماتونو له ورانولو او د قرآن كريم د نسخو له سوزولو هم ډډه نه ده كړې خو د آل خليفه رژيم د غه چلول هم هیڅ ګټه نه ده وركړې او هر ه ورځ د بحرين د اعتراض كونكو او مظاهره كونكو شمير لا پسې زياتیږی.
1115092
captcha