IQNA

ايت الله خامنه ای: د ايران د قوم عظـمت د ايران پر خلاف د بايكاټونو اصلی عامل دے

16:51 - October 10, 2012
د خبر لمبر: 2429539
سياسی ډله: د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود د لويدیځ د بايكاټونو اصلی علت او سبب د ايران د ملت د خپلواكۍ غوښتنې روحيه او سرلوړۍ وبلله.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت ا لله العظمی سيد علی خامنه ای نن د ايران په شمال ختیځ كښې د خراسان شمالی ولايت د خلكو په پرتمينه ټول كښې په دې خبرې سره چې د ايران پر ضد بايكاټونه كومه نوی خبره نه ده او دغه بايكاټونه په تيرو درې ديرشو (۳۳) كلونو كښې تل وو ډاګينه كړه امريكا او اروپايی هيوادونو د بايكاټونو موضوع د ايران له اټومی فعاليتونو سره اړونده كړی ده خو هغوې دروغ وايی ځكه چې د ايران د ملت پرضد بايكاټونه له هغه وخت راهسې اعمال شول چې د ايران اټومی فعاليتونه لا نه وو شروع شوی.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود بايكاټونه غير منطقی او د دښمانانو د كينې له كبله وبلل او ټينګار یې وكړ د ايران پرضد بايكاټ لګونكی هيوادونه دروغ وايی كه چيرې د ايران اټومی فعاليتونه بند شی نو بايكاټونه ختموی.
حضرت ايت ا لله العظمی سيد علی خامنه ای وفرمايل هغه څه چې لويدیځ یې په غوسه كړی دی دايران دخلكو دخپلواكۍ غوښتنې روحيه ، سرلوړۍ او مقاومت دی چې دقران كريم او اسلام په بركت لاس ته راغلی دی او په همدې علت هغوې له اسلام سره مخالف دی او د اسلام دګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه واله سپكاوی كوی ځكه چې پوهیږی كله چې اسلام په يوه ملت كښې نفوذ وكړی هغه ملت د خپلواكۍ روحيه پيدا كوی او زور ته نه تسليمیږی.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای په ايران كښې په ځينو اقتصادی مشكلاتو د لويدیځو هيوادونو خوشحالۍ څرګندولو ته په اشارې سره وويل هغوې د ډيپلوماسۍ د اصولو له رعايتولو پرته په ايران كښې په اقتصادی مشكلاتو خوشحالۍ څرګندونی په داسې حال كښې چې په تير كال كښې د مختلفو اروپايی هيوادونو خلكو شپه او ورځې مظاهرې كولې او د هغوې مشكلات زيات پيچلی دی ځكه چې د لويدیځ اقتصاد په ځوړتيا او نسكوريدا دی.
ښاغلی حضرت ايت ا لله العظمی سيد علی خامنه ای وفرمايل دايران اسلامی جمهوريت دمسولانو او ملت په هوښيارۍ سره له مشكلاتو وځی او هماغه ډول چې دسيمې تاريخ یې بدل كړی دی دنړۍ دتاريخ حركت هم بدلولای شی .
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای دغه راز له ايران سره په دښمنۍ كښې له امريكا سره داروپايی هيوادونو ملګرتيا عقل مند كار ونه باله او په زياته یې كړه دايران ملت دځينو اروپايی هيوادونو په اړه بده خاطره نلری وويل هغوې په بې عقلۍ سره له امريكا سره ملګرتيا كولو سره ځانونه ددغه هيواد پيشمرګه كوی او دايران په ملت كښې ځان منفور كوی.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې خبرې سره چې له پرمختګ څخه داسلام تعريف دلويدیځ دمادی تمدن له منطق سره توپير لری وويل دلويدیځ منطق پرمختګ يو اړخيزه او په مادی اړخ سره وينی چې په شتمنۍ ، پوځی توب او ټيكنالوژۍ كښې پرمختګ دی.
د ايران د مشر تابه ستر مقام له پرمختګ څخه د اسلام د تعريف په بيانولو كښې وفرمايل په اسلامی منطق كښې پرمختګ ډير اړخونه لری او پكښې علم، اخلاق ، عدالت ، عمومی هوساينه ، اقتصاد ، نړيوال اقتدار او سياسی خپلواكۍ شاملیږی او په عين حال كښې خدای پاك ته نږدې كيدل او عبوديت هم په اسلام كښې دپرمختګ په مفهوم كښې شته .
حضرت ايت ا لله العظمی سيد علی خامنه ای ټينګار وكړ د پرمختګ دغه مفهوم چې هم دنيا او اخرت ته پام كوی د ايران په اسلامی انقلاب كښې وروستۍ هدف دے.
1117345

captcha