IQNA

16:58 - October 11, 2012
د خبر لمبر: 2429803

زمونږ د هيواد ټول پرمختګونه د بنديزونو او دباؤنوپه له سببه ترلاسه شوی دی

سياسی ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود د شمالی خراسان د استاذانو او معلمانو په ټول كښې ټينګار وكړ: زمونږ د هيواد ټول پرمختګونه د بنديزونو او دباؤنوپه له سببه ترلاسه شوی دی

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش، د اسلامی انقلاب معظم لارښودحضرت آيت ا...العظمی سيدعلی خامنه ای نن دايران په شمالی خراسان ولايت كې د پوهنتونونو دعلمی پلاؤ له زرګونوغړو،استاذانو او معلمانو په ولولناك ټول كې په نړې كې دعلم په توليد كې دايران د ونډې لوړتيا ته په اشارې سره وفرمايل داټول پرمختګونه د سختيو،بنديزونو او دباؤنو په پړاؤ او دايران د انګيزه لرونكو اومتخصصوځوانو ماهرانو په همت سره چې له منظمو مالی او معنوی ملاتړونو هم برخمن نه وو پيل شول . داسلامی انقلاب ستر لارښود دايران ژوروعلمی پرمختګونو ته په اشارې سره روښانه كړه ،ددنيا داحصايو باوری مركزونو په نړۍ كې دايران علمی روتبه شپاړسمه اعلان اواټكل كړې ده،دامقام به تر شپږونوروكلونو پورې څلورمقام ته لوړه شی
حضرت آيت ا.. العظمی سيدعلی خامنه ای همدارازله هماغه لومړنی پړاوه دنيكواخلاقو پراساس دماشومانودانسانی هویّت دجوړولو او بڼه وركولو د اهتمام په ضرورت په ټينګار سره روښانه كړه دايران خورا اساسی اړتيا،په ځوان نسل كې د ځان باورۍ، تاندوالی او راتلونكی ته دهيلې دروحیې رامينځةكيدا ده دوی پر پستو خصلتونو د انسانی خصلتونو په غلبې،ټولنې او انسان كې د هر ډول باطنی بدلون د رامينځةكولو لپاره په اسلام كې د حكومت د جوړيدا د فلسفې په بيانولو سره هم ټينګار وكړ،په دغه ډول ليدتوګو كې د استاذانو او دښونې اوروزنې او لوړو زده كړو دادارو رول او مقام هم ډير مهم دی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز په ځان باوری او په نفس اعتماد د ماشوموالی د پړاؤ يوه بله روزنيزه اړتيا وبلله او وې وفرمايل يوه هغه غلط كلتورچې له تيرپړاؤ راهسې په ټولنې كې رامينځةشوی اوهماغه راز موجود دی،لودیځ ته اړمن نظر، اوپه تيره بيا په علمی موضوګانو كې دلودیځ لويوالی دځان وركوټی بلل دی داسلامی انقلاب معظم لارښود په دې خبرې په ټينګار سره چې ددغه غلط فرهنګ جرړه وچول دځان باورۍ دروحیې له دوديدا سره تړلې ده زياته كړه ، په ځان باوری چې دلودیځ باورۍپه مقابل كې ده،بايدپه ماشومانواو ځوانانو كې پراخه شی او دلوړو زده كړو او دښونې او روزنې د ادارو يوه مهمه دنده دا ده چې په ځان باندې دا باور پيدا كړو چې مونږ هم هر څه په خپله كولې شو او په ځان باندې باوری شو.
1117748
captcha