د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د لبنان د الانتقاد ورځپاڼې یې نقلوی چې د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله زياته كړه دغه بې پايلوټه الوتكه د لبنان له لويدیځ څخه مديترانې سمندر ته ننوتلی او د سمندر د پاسه د سلګونو كلومیټرو مزل له كولو وروسته د فلسطين له جنوب څخه صهيونيسټ رژيم ته ننوتله او له ډيرو مهمو سيمو په تيريدا سره د صهيونيسټ رژيم ستراتژيكې او اټومی سيمې ډيمونا ته نږدې نسكوره شوه.
د لبنان د حزب الله مشر بیګا دې ته په اشارې سره چې د صهيونيسټ رژيم لومړی وزير بنيامين نتانياهو پرون په رسمی ډول حزب الله د بې پايلوټه الوتكې د الوت مسول وباله او ویې ويل ګويا نتانياهو پوهيده او نن شپه غواړم چې په دې هكله خبرې وكړم او د دغه الوتكې مسوليت په رسمی ډول پرغاړه واخلم.
د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله وويل هغه بې پايلوټه الوتكه چې څو ورځې وړاندې یې د فلسطين د فضا د پاسه الوت وكړ د ايران ټيكنالوژۍ درلودله او د حزب الله د متخصصانو لخوا مونتاژ شوی وه او دغه خبره چې دغه بې پايلوټه الوتكه د روسیې جوړه وه، سمه نه ده.
د حزب الله مشر سيد حسن نصرالله زياته كړه د بې پايلوټه الوتكو جوړول او په سمه لاره كښې د هغوې اداره كول د حزب الله د لوړ وس ښودنه كوی.
د لبنان د حزب الله مشر سيد حسن نصرالله وويل د دغه بې پايلوټه الوتكې د عملياتو برياليتوب په دې كښې وو چې هغې د هغو سيمو د پاسه په سلګونو كلومیټره الوت وكړ چې په پراخه ډول څارل كیږی.
د لبنان د حزب الله مشر دې ته په اشارې سره چې دا زمونږ حق دی چې د نيواكی فلسطين په ټاټوبی كښې د بې پايلوټه الوتكو د جاسوسۍ عمليات وكړو وويل حزب الله به راتلونكی كښې هم ناڅاپی اقدامات وكړی.
ښاغلی سيد حسن نصرالله وويل د حزب الله پر ضد بايد د زور د ژبې له كارولو ډډه وشی .
د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر وويل د نيواكی فلسطين فضا ته نفوذ د صهيونيسټ رژيم لخوا د لبنان په هوايی حريم بيا بيا تيريو ته يو ځواب دی.
د لبنان د حزب الله مشر وويل تر اوسه د سوریې د حكومت په څنګ كښې نه يوو جنګيدلی او د سور یې حكومت هم له مونږ څخه داسې كومه غوښتنه نه ده كړی او كه چيرې مسوليت اقتضا وكړی چې په سوریې كښې وجنګیږو نو دغه مسله به له هیڅ چا څخه پټه نه كړو.
1117802