IQNA

13:30 - October 12, 2012
د خبر لمبر: 2429942

ايت الله خامنه ای: د ايران ملت تيریګر نه دے او چا ته هم د تيری اجازه نه وركوی

سياسی ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای وويل د ايران د اسلامی جمهوريت وسله وال ځواكونه د پرديو د ګواښونو په وړاندې د ايران د ملت د خوندی ساتنې او امنيت عامل وباله.

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن سهار شمالی خراسان ولايت ته د خپل يوې اونۍ سفر په دريمه ورځ د بجنورد په يوه پوځی مركز كې د وسله وال ځواك په ګډو دستورو كې فرمايل، د جنګ او بلاغوښتنې لپاره د سلطه ګروانګيزه دوسلو خرڅلاؤ او له پانګوالوسره اړونده پوځی صنائعوته درڼا بخښل دی.
د ايران د درستو قواؤ ستر قوماندان زياته كړه يوازنی عامل چې دقدرت ليونيودجنګ غواړی انګيزې دكمزوری كولواو يا ددغې انګيزې د له مينځه وړلوسبب كیږی، د اسلامی جمهوری نظام دوسله وال ځواك دفاعی او د ملت عمومی چمتووالی دی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای د دې خبرې په كولو سره چې ملت په تيره بيا ځوانان او وسله وال ځواك د ايران د اسلامی جمهوريت د دفاع لپاره چمتو او له تيره وخته زيات توانمن دی روښانه كړه ، د اسلامی ايران د ملت او وسله وال ځواك پياوړی روحيه او چمتووالی دومره هیّبت رامينځته كړی دی چې تيریګرو ته به د ګمان او توهم اجازه ورنه كړی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمايل دعراق دبعثی رژيم په وړاندې په اته كلنې دفاع كې داسلام د مبارزانو برياليتوب اودلبنان اوغزې په ۳۳ او ۲۲ ورځنيوجنګونو كې د صهونيسټ رژيم د مدعی اوبشپړ سنبال پوځ ماته هم ددفاعی توان او دقدرت په زياتيدا كې د معنويت د اغيزو غوره بيلګې دی.
په دغو دستورو كې دحضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای له وينا مخكې داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندا ن محمد علی جعفری هم د ايران د وسله وال ځواك په تيره بيا د اسلامی انقلاب د ساتندويه ځواك توانمنيو ته په اشارې سره وويل ، دغه ّځواك د ګواښونو په دايمی ډول په څارنې سره خپل دفاعی چمتووالی د مځكنی او بيسج حرفه ای ځواك، د توغندوی بريد د پراختيا او په سمندر كې د دفاعی او يرغليز توان په پياوړی كولو سره زيات كړی دی او سټراټيجيكې دفاعی سوئې ته ئې رسولی دی.
1117898
captcha