د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ميشل سليمان د صهونيسټ رژيم د جنګی الوتكو له خوا د لبنان د هوائی حريم د هرې ورځې خلاف ورزيو ته په اشارې سره وويل لبنان تل د اسرائيلو له خوا د خپلو هوائی سمندری او مّځكنئ واكوالۍ د خلاف ورزۍ په باب د ملګرو ملتو امنيت شورا ته شكايت كړی دی او د دغو تيريو د بنديدا او د ۱۷۰۱ پريكړه ليك د اجرا او د سيمې د امنيت او آرامښت د ساتلو غوښته ئې كړې ده.
دا په داسې حال كې دی چې د لبنان دحزب الله غورځنګ عمومی منشی سيد حسن نصر الله بیګا په يوې وينا كې وويل هغه بې پيلوټه الوتكه چې په نيواكی فلسطين كې د ډيمونا ايیټمی پلانټ تر حده تللې او د صهونيسټ رژيم راډاری سسټم ئې ناكام كړی، د حزب اللله غورځنګ د متخصصانو كارنامه ده. او ايران جوړه كرې وه.
1118075