IQNA

ښاغلی احمدی نژاد او اخضر ابراهيمی په شام كې د سولې په رامينځته كولو ټينګار وكړ

19:34 - October 15, 2012
د خبر لمبر: 2432175
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر احمدی نژاد بیګا د سوریې په چارو كې د ملګرو ملتو له ځانګړی استازی اخضر ابراهيمی سره په كتنه كې د سوریې د مسلې د اواری اساسی لاره د ملی تفاهم لپاره هڅه وبلله.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ولسمشر احمدی نژاد تينګار یې وكړ اسلامی ايران د يوه اساسی اصل پر اساس باوری دې چې د واكوالانو انتخاب ، ازادی ، احترام او عدالت د ملتونو حق دې او هیڅوك په دې زمينې كې د ملتونو لپاره دنده نشی ټاكلې .
د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی احمد ی نژاد تينګار وكړ په سوریې كې نښته په درستې سيمې كې د ناامنۍ د پراختيا په معنا ده او د سوریې قبيله ای جوړښت ته په پام سره د هغې د ويشلو لپاره كوشش به په دغه هيواد كې د پرله پسې لسيزو د ناامنيو په معنا وی .
ښاغلی احمدی نژاد په سوریې كې د ملی تفاهم د رامينځته كو لو لپاره د ټولو د هلو ځلو په ضرورت په ټينګار سره وويل د سوریې د وضعيت د ښه كيدا حل لاره دا ده چې ټول دې نتيجې ته ورسی چې د سوریې د مسلې په ارامښت او امنيت كې اوارې شی او هیڅوك په بل د خپلو نظرونو د ورتپلو هڅه ونكړی او د سوریې خلك په بشپړه ازادو انتخاباتو كې خپلې ليدتوګې بيان كړ ی او ټول د سوریې د خلكو انتخاب او حق ته درناوې وكړی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر احـمدی نژاد د دې هيلې په څرګندولو سره چې په سوریې كې د ازادو انتخاباتو د ترسره كو لو او ملی تفاهم د رامينځته كولو لپاره د اخضر ابراهيمی اقدامات او خوځښتونه ګټه ورو او اغيزمنو نتيجو ته ورسی ، جوته كړه اسلامی ايران چمتووالې لر ی په دې زمينې او له امنيت او ارامښته د سوریې د ملت د برخمنتيا په لړ كې هر ډول مرسته او ملګرتيا وكړ ی.
د سوریې په چارو كې د ملګرو ملتو استازی اخضر ابراهيمی هم په دغه كتنه كې د سوریې د حالاتو په اړه له د خپلو اقداماتودراپور د وړاندې كو لو به ترڅ كې د ملی مصالحې او مفاهمې پر اساس په سوریې كې د امنيت او ثبات د رامينځته كولو لپاره د اسلامی ايران د مرستې او ملګرتيا غوښتنه وكړه.
اخضر ابراهيمی د دې خبرې په كولو سره چې د سوریې وسله وال او غير وسله وال مخالفين له يوه بل سره بشپړه متضاد نظرونه لری ، وويل موجودو شرايطو ته په پام سره كه سوريه وويشل شی نو په دغه هيواد او سيمه كې به اختلافات او قومی او قبيله ای نښتې دوامدارې او پراخې شی او دغه هيواد او سيمې ته به نه جبرانيدونكی تاوانونه واړو ی، نو ځكه ضروری ده چې ټولو ترمينځ تفاهم تر لاسه شی چې د سوریې وحدت او بشپړتيا وساتل شی او دغه هيواد ته امنت ستون كړې شی.
ښاغلی اخضر ابراهيمی له دې وړاند ې د ايران له خارجه وزير ښاغلی صالحی او د هغه له مرستيال سره هم كتنه او خبرې اترې درلودلی وې.
1119593
captcha