د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د قضايه قوې مشر آيت الله صادق آملی لاريجانی وويل كوم كسان چې تر اوسه په ايران كې اعدام شوی يا د مخدره توكو قاچاقچيان دی او يا هم هغه كسان دی چې د خلكو پر مال او نواميسو ېې تيرئ كړئ دئ .
ښاغلی آيت الله آملی لاريجانی زياته كړه د اعدام سزا يواځې په ايران پورې ځانګړې نه ده بلكې په ټولو اسلامی هيوادونو كې شته او د احمد شهيد راپور په ټوله اسلامی نړۍ كې اسلامی ارزښتونو ته سپكاوئ دئ چې اسلامی هيوادونه نه بايد په دې اړه چوپتيا غوره كړی.
ښاغلی لاريجانی د بشر حقوقو په اړه د لودیځ د دوه ګونی كړچار په ردولو سره په ډاګه كړه د احمد شهيد راپور په داسې حال كې خپریږی چې په امريكا كې د اعدام له قانون سره هیڅ مخالفت نه دے شوے.
د قضايه قوې مشر ښاغلی آيت الله لاريجانی وويل احمد شهيد تر ډيره د ايران د نظام د مخالفو ډلو په راپورونو استناد كړئ او موږ دا ډول مغرضانه ادعا، ته كومه پاملرنه نه كوو.
د اسلامی ايران د بهرنيو چارو وزارات هم د دې راپور په وړاندې په غبرګون كې هغه مغرضانه تكراری سياسی او د كوم قانونی او حقوقی وجاهت او سنديت نه درلودونكئ وباله.
1121719