IQNA

د اسلامی انقلاب ستر لارښود دفتر د شمالی خراسان له خلكو مننه وكړه

22:23 - October 18, 2012
د خبر لمبر: 2433881
سياسی ډله: د ايران د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له دفتره په خپره شوې اعلاميه كې راغلی شمالی خراسان ولايت ته د انقلاب د معظم لارښود له آته ورځنی سفر وروسته هغوی د دې ولايت د خلكو د سفر له انتظاماتو او احساساتو درناوئ كوی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له دفتره بيانيه زياتوی د شمالی خراسان خلكو حماسی شتون احساسات او ولولې د ايران د ملت ملی اتحاد او اميداواره كوونكې روحيه د نړيوالو نندارې ته وړاندې كړه.
په دغه بيانیې كې راغلی دې چې په دې سفر كې يو ځل بيا نړيوالو ته روښانه شوه چې د ايران ملت په ايمان او معنويت په باور سره له اوسنيو ستونزو د وتلو كلۍ په خپلو مټو تكيه او ټينګ هوډ بولی.
شمالی خراسان ولايت ته د انقلاب د معظم لارښود سفر پرون د شيعه يانو د آتم امام حضرت امام رضا عليه السلام له زيارت وروسته پای ته ورسيد.
1121991
captcha