د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت الله خاتمی د اسلامی انقلاب دښمنانو ته خبردار وركړ اوله نظام څخه یې د خلكو پلويتوب اعتقادی وباله او ویې ويل د ايران ملت اوس مهال له بل هروخته زيات د دښمن په مقابل كښې د قدرت احساس كوی .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب زياته كړه په داسی حال كښې چې اروپايی هيوادونه له بل هروخته زيات په اقتصادی كړكيچونو كښې دی ،هڅه كوی د ايران كورنې شرايط له كړكيچه ډك وښيی .
ښاغلی آيت الله خاتمی وويل استكباری هيوادونه داسی ښيی چې په ايران ځكه بنديزونه زيات شوی چې ټينګار كوی سوله ايزه اټومی انرژی ترلاسه كړی ، په داسی حال كښې چې ديرش كاله مخكې چې په ايران كښې د اټومی ټكنالوژۍ،پوهې او تاسيساتو كوم درك نه ؤ،اسلامی ايران د لويدیځوالو له بنديزونو سره مخ ؤ .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب ښاغلی خاتمی هم دغه راز په هاټ برډ سپوږمكۍ د ايرانيو چينلونو د خپرونو په بندولو خواشينی وښودله او اروپايی اتحادیې ته یې په خطاب كښې وويل تاسو چې د بيان د آزادۍ پلويان ياست، د هغو څو چينلونو د زغملو وس هم نه لرئ چې روڼ اندی كوی او عمومی افكار روښانه كوی.
ښاغلی آيت الله خاتمی اروپايی اتحادیې ته د سولې د نوبل د جايزې د وركولو په اړه هم وويل عجيبه ده چې اروپایې اتحاديه چې د افغانستان او عراق په نيواك، په پاكستان كښې د خلكو په وژلو او نورو ډيرو هيوادونو په جنايتونو كښې لاس لری، د سولې انعام ګټلی دے.
1122228