د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د خارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست دامريكا لوی څارنوال ته داړونده تور په هكله دمنصور ارباب سير داعتراف په هكله د خپاره شوی خبر په غبرګون كښې وويل دغه ناوړه سناريو تير كال په داسې حال كښې مطرح شوه چې د نيول شوی كس لخوا د ټولو تورونو په دروغ كيدا سربيره د امريكا ځينو سياسی شناندو او مسولانو هم هغه غير حقيقی بللی وو او هغه یې دهاليووډ دفيلمونو سناريو ته ورته بللی وو.
د ويلو ده چې د ايران يو ښاريز منصور ارباب سير د امريكا د قضايی ادارې لخوا له هیڅ ثبوت او سند وړاندې كولو پرته امريكا كښې د سعودی عربستان د سفير د وژلو په هڅې تورن شوی وو.
دا په داسې حال كښې دی چې پاخه ثبوتونه وايی چې امريكا يوه پلان شوی سناريو برابره كړی وه چې د ايران يو ښاريز د عربستان د سفير د وژلی په خاطر مجرم معرفی كړی او ايران بدنام كړی او د ايران او عربستان ترمينځ تاوتريخوالی زيات كړی خو اوس ټول د امريكا په دغه چلول پوهـ شوی.
1123371