IQNA

19:11 - October 21, 2012
د خبر لمبر: 2435486

د امريكې او اسرائيلو لپاره يو ځای هم كراره نه دے سپاه پاسداران بشپړه تياری لری

سياسی ډله: د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو ستر قوماندان سردار محمد علی جعفری خبريالانو سره په خبرو كې د صهونيسټ رژيم حساسو او حياتی سيمو ته د حزب الله غورځڼګ د بې پيلوټه الوتكو د نفوذ وروستۍ موضوع ته په اشارې سره وويل دا موضوع ښئی چې صهونيسټان او امريكا يان كمزوری دی

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له سپاه نيوز خبری اژانس یې نقلوی چې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو ستر قوماندان سردار محمد علی جعفری زياته كړه چې صهونيسټان او امريكايان بايد پوهـ شی چې نور د هغوی لپاره يو ځای هم په امن كې نه دی
ښاغلی محمد علی جعفری زياته كړه دوی يوه وخت احساس كول چې په دنيا كې لومړی او وروستی خبره كوی او د هغوی په مقابل كې هیڅ ډول قدرت نه ښكاری خو اوس د مومن او انقلابی او د اسلام مينه وال ځواكونه په درستې نړۍ كې موجود دی او هغو امريكه او صهيونسټ نه پریږدی چې هر كار چې ئې زړه وغواړی تر سره كړی اوهغو به د خپل غلط كار ځواب غاښ ماتوونكی ووينی.
ښاغلی سردار محمد علی جعفری د دې خبرې په كولو سره چې د حزب ا... غورځنګ ورځ تر بلې لا قدرتمندكیږی ټينګار وكړ دا دې غورځنګ توانمنی ده چې نن سبا د قدس د نيواكګر رژيم په ټولو سيمو كې شتون درلودلی شی او صهونيسټان هم هیڅ كار ونه كړائ شی او بې پيلوټه الوتكې هم هر ډول تصويرونه او عملياتی اقدامات كولی شی چې سيد حسن نصرالله هم په پياوړی دریځ سره درستې نړۍ ته دا خبره څرګنده كړه.
د اسلامی ايران د سپاه پاسداران ځواك عمومی قوماندان وويل مقاومت د ايران د ملت د برياليتوب راز دے. سردار جعفری زياته كړه د انقلاب ساتندويه ځواكونه د اسلامی ايران د ټولو وسله والو ځواكونو په څنګ كې د دښمن د هر ډول دسيسو د خنثی كولو او له هيواده د دفاع لپاره چمتوالې لری.
1123389
captcha