IQNA

مهمانپرست: د انسانی مرستو په كشتۍ د صهيونسټانو حمله د سمندری غلا ښكاره مصداق دے

19:56 - October 22, 2012
د خبر لمبر: 2436173
سياسی ډله: د ايران د خارجه وزارت ويندوی د فلسطين د غزې تړانګې وسيدونكو ته د بشر دوستانه مرستو په وړونكی سویډنی كشتۍ د صهيونيسټ رژيم د سمندری عسكرو حمله د سمندری غلا ښكاره مصداق وباله.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د خارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست پرون د فلسطين د غزې تړانكې خلكو ته د انسان دوستانه مرستو په وړونكی سویډنی كشتۍ د صهيونيسټ رژيم د عسكرو د حملې او په كشتۍ كښې د سپارو كسانو د تښتولو په غندلو سره وويل د اسرايلو رژيم دغه كار د انسانی حقوقو ښكاره خلاف ورزی او د سمندری غلا ښكاره مصداق دی.
د ايران د خارجه وزارت ويندوی ښاغلی مهمانپرست د هیګ له نړيوالې محكمې وغوښتل چې د فلسطين د غزې تړانګې خلكو ته د بشری مرستو د رسولو د كشتۍ د مرسته رسونكو تښتونكی تر تعقيب لاندې ورولی او د غزې تړانګې د كلابندو خلكو پرضد د صهيونيسټانو د ظلمونو د مخه د نيولو لپاره عملی او سمدستی فيصله وكړی.
1124108
captcha