د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له عربستان ورځ پاڼې الرياض یې نقلوی چې حاجيان د منی مځكې ته د داخليدو لامله په ډلو كې ويشلی شوی دی او نن په وروستی وخت كې مشعر منی ته داخلیږی چې د ترويه ورځې اداب په دې سپیڅلی ځای كې تر سره كړی.
د حج په دې وخت كې منی په يو ماډرن ښار كې ښارګې كې بدل شوی ځكه چې د تګ راتګ او ارتباطاتو اوزار لكه ګاډی، روغتونونه او نور مركزونه د حاجيانو د خدمت كولو لپاره دلته پرانستی شوی دی.
سږكال د جمراتو پل هم تازه او نقشې سره تعمير شوی دے چې په يو وخت كې نږدې پينځه لاكه حاجيان په كښې ځایږی.
رارسيدلی راپور پر اساس د جمعه په ورځ په عربستان كې د لوی اختر ورځ ده او نهم ذې الحجې هم د عرفی په ورځ حإجيان به عرفات ته روانیږی.
1124668