IQNA

د ايران خارجه وزارت په ميانمار كښې د مسلمانانو وژله په کلکه وغندله

13:27 - October 28, 2012
د خبر لمبر: 2438904
سياسي ډله: د ايران خارجه وزارت په ميانمار كښې د مسلمانانو وژلې په غندلو سره، په ميانمار كښې د قومی شخړو او مشكلاتو د حل لپاره د تهران چمتووالی اعلان كړ.
د ايران د قران نړيوال خبري اژانس (ايکنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د خارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست په ميانمار كښې د مختلفو قومونو ترمينځ د جنګونو په بيا پيليدا اندیښنې سره وويل د ايران اسلامی جمهوريت په ميانمار كښې د قومی شخړو او مشكلاتو د حل لپاره چمتووالی لری.
د ايران د خارجه وزارت ويندوی د ميانمار د مسلمانانو د لومړنيو حقوقو د ساتلو لپاره د دغه هيواد له حكومت څخه د غوښتنې په ترڅ كښې هيله وكړه د ميانمار د حكومت اقدامات بايد په دغه هيواد كښې د بودايانو د ټولنې او د مسلمانانو ترمينځ د سوله ايز ګډ ژوند او د پايدارې سولې د بيرته ستنيدا او دغه راز په سيمه كښې د ارامښت د ټينګيدا سبب شی.
په ميانمار هيواد كښې اوس بيا د بودايانو لخوا د مسلمانانو وژله پيل شوی ده او له تيرې جمعې راهسې تر اوسه ۱۱۲ مسلمانان چې ۶۱ پكښې ميرمنې دی د سرزورو بودايانو لخوا وژل شوی.
اكثره اروپايی هيوادونه په تيره بيا عرب ملكونه په ميانمار كښې د بې ګناه مسلمانانو په وژلې چپ ناست دی او هیڅ نه وايی دا په داسې حال كښې دی چې هم دغه هيوادونه بيا په سوریې كښې ترهګرو ته وسلې او پيسې وركوی او د ترهګرو په ملاتړ كښې ستر تبليغات كوی چې ډيره د شرم خبره ده.
1127340
captcha