د ملی امنيت د كميشن سيكرټری منصور حقيقتپور د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: په ميانمار كښې يو ځل بيا د مسلمانانو وژنه د ايران د اسلامی شورا په نظر كښې دی، مونږ تقريبا دوه مياشتې وشوې چې ميانمار ته د پارلمانی غونډې تللو ته د تيارې اعلان كړی دی او تر ننه پورې د بهرنيو چارو وزارت دا هڅه كوی چې دا غونډه هلته ورسی او جمهوری اسلامی ايران هلته خپلې مرستې ورسولې شی. هيله من يو چې ډېر زر د بهرنيو چارو وزارت د ميانمار د حكومت سره د دې پارلمانی غونډې د تللو موافقه وكړی.
د ملی امنيت د كميشن سيكرټری وويل: هيله من يم د بهرنيو چارو وزارت د ايران د پارلمانی غونډې ميانمار ته لیګلو لپاره زياته هڅه وكړی چې هلته د تللو سريزې برابرې شی، مونږ په ميانمار كښې سفارتخانه نه لرو او په تايلينډ كښې په اكروديته كښې زمونږ سفير هم ميانمار ته لاس رسی نه لری.
1129260