د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د لړم د ۱۳ دورځی په درشل كښې ،چې په ايران كښې د زده كوونكې او له نړيوال استكبار سره د مارزی ملی ورځ نومول شوی ده، له زرګونو محصلينو او زده كوونكو سره په كتنه كښې د حضرت امام هادی(ع) د زوكړې او غدير اختر په مناسبت مباركی وويله او ویې فرمايل، د لړم په ۱۳ د ايران د ملت د مبارزو ځوانو محصلينو لخوا د جاسوسۍ د ځالی نيول د امريكا لپاره يوه بله ستره ماتی ده، چې له هغه وخته تراوسه د امريكا ماتې روانی دی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ د دی ورځی په هره تاريخی پیښه ، يعنی په ۱۳۴۳ كال كښې د حضرت امام خمينی (رح) جلاوطنې، په ۱۹۷۹ ميلادی كال كښې د پهلوی رژيم د مزدورانو لخوا د زده كوونكو وژل او جاسوسۍ د ځالی نيولو كښې يوی خوا ته د ايران ملت او حضرت امام خمينی (رح) دی او بل لورته د امريكا مستكبر حكومت دی او دا د ايران د ملت او د امريكا د حكومت تر مينځ د مبارزې د شتون ښودنه كوی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای له ۲۵ كلنې مبارزې وروسته د اسلامی نظام جوړيدل له آمريكا سره د مبارزې په لومړې پړاؤ كښې د ايران د ملت بريالی توب وباله او زياته یې كړه ،آمريكايانو د اسلامی انقلاب د بر يالی توب له پيله په كارونو كښې خنډونو او دښمنۍ ته مخه كړه چې د دغو ټولو دسيسو مركز په تهران كښې د آمريكا پخوانی سفارت هماغه د جاسوسۍ ځاله وه.
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای په تيرو ۳۳ كلونو كې د آمريكا بيلا بيلو دسيسو او هڅو ته په اشارې سره ټينګار وكړ د دغو دسيسو د دوام علت دا دی چې د اسلامی انقلاب د بريالی توب په مهال د امريكا ماته،يوازې د ايران له ملته ماتې نه وه،بلكه په سيمه كښې د امريكا ماتې وه، او هغه څه چې اوس په ستری عربی سيمې او د افريقا په شمال كښې روان دی او همدغه راز له آمريكا د ملتونو مخ په زياتيدا كركه د هماغه ماتې پايله ده .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د آمريكا له استكباری حكومت سره د ايران د ملت د مبارزې د بيلا بيلو پړاؤنو د نتيجې په اړه ټينګار وكړ، دا چې په دغه ۶۰ كلنه مبارزه كښې څوك د ډګر بريالی ؤ ډير مهم دی، ځكه كه يو ايمانداره، هوډمن او په خدای توكل كوونكی ملت د دغه مبارزې بريالی وی، نو خامخا د ټولو ملتونو لپاره به بيلګه شی او پر اسلامی اصولو ولاړ د تاريخ لپاره به يوه نوی فلسفه رامينځته كړی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود له آمريكا سره په مبارزه كښې د ايرانی ولس د بريالی توب د دليلونو په بيانولو كښې د اسلامی نظام موقعيت او مقام ته اشاره وكړه او زياته یې كړه ،لومړنی علت دادی چې د ايران اسلامی انقلاب له بريالی توبه وروسته ،نه يوازې له مينځه نه دی تللی ،بلكه لا پسې پياوړی،ټينګ،ستر او لا غوړيدلی دی.
حضرت آيت الله العظمی خامنه ای وفرمايل اوس هیڅ يو حكومت د آمريكا په اندازه په نړۍ كښې كركجن نه دی ،او كه د سيمې د نورو هيوادونو حكومتونه جرائت وكړی او له آمريكا د كركې د څرګندولو لپاره يوه ورځ وټاكی نو په نړۍ كښې به د تاريخ تر ټولو ستر لاريون ترسره شی .
د رهبرۍ ستر مقام ډاګينه كړه د امريكا د څيری په خرابيدو سربيره د امريكا اصولو او ارزښتونو هم زوال موندلی، د امريكا د ادعا وړ يو ارزښت له ترهه ګرۍ سره مبارزه ده،خو دغه اصل اوس دی ته رسيدلی چې د آمريكا حكومت له ترهه ګرو سره هم تړونه كیږی او حتی له منافقينو ملاتړ كوی او هغه د ترهه ګرو ډلو له لسته وباسی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په ګوته كړه د امريكا يوه بله ادعا له بشری حقوقو ملاتړ دی، په داسی حال كښې چې د بشری حقوقو پرضد تر ټولو ناوړه اقدامات ، د آمريكا په ملاتړ كیږی ، او هغه صهيونستان چې تر ۶۰ كلونو زياته موده كیږی ، په ډاګه د فلسطين د مظلوم ملت حقوق یې تر پښو لاندې كړی ، د آمريكا له هراړخيزه ملاتړه برخمن دی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای همدغه راز د آمريكا كورنيو حالاتو ته اشاره وكړه او ټينګار یې وكړ په آمريكا كښې ۹۹ سلنه غورځنګ په داسی وضعيت كښې بڼه موندلی چې د آمريكا خلك له ډيرو حقيقتونو خبر نه دی او كه د آمريكا حكومت له دغو حقيقتونو د خبريدو اجازه وركړی نو دغه غورڅنګ به لا پراخه شی.
1129888