IQNA

احمدی نژاد: دښمنانو يو ځل بيا د لبنان امنيت او يووالې په نخښه كړے دے

16:37 - October 31, 2012
د خبر لمبر: 2441353
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد بیګا د لبنان له ولسمشر ميشل سليمان سره په ټيليفونی تماس كې ټينګار وكړ په لبنان كې د ترهه ګرو عملياتو موخه د دغه هيواد د امنيت او يووالی د ګډوډولو لپاره د دښمنانو دسيسه ده.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد خو د ايران ملت او حكومت دغه انسانی ضد كړن لارې په سخته غندی او د لبنان له ملت او حكومت سره پيوستون اوغږملتيا اعلانوی د اسلامی ايران ولسمشر زياته كړه، د لبنان مديريت او د سياسی ګوندونو او حكومت هوښياری به په دغه هيواد كې د دښمنانانو د موخو د پوره كی خنډ شی.
د لبنان ولسمشر په دغو ټيليفونی خبرو كې د ډاكټر احمدی نژاد په خواخوږۍ په مننې سره وويل په لبنان كې وروستيو ترهه ګرو اقداماتو يو لړ ستونزې راولاړې كړی دی خو حكومت د لبنان د ټولو ډلو او لورو په ملګرتياو او غږمليتا سره د هغو ټول اړخونه او نتيجې شنډې كړی او بشپړ آرامښت به ټينګ كړی.
د لبنان ولسمشر هيله وښودله په ټولې سيمې كې سوله او كراری ټينګ شی او سيمه زرتر زره ثبات او كراری ته ورسیږی دا په داسې حا ل كې دی چې ترهه ګرو يو ځل بيا د لبنان په بيروت كې په سترې چاودنې سره چې د لبنان د استخباراتی ادارې د مشر وسام الحسن په شمول يو شمير كسان پكې ووژل شول د لبنان د امنيت د خرابولو لپاره لاس په كار شوی خو د لبنان حكومت او ملت به دغه ډول دسيسې په يووالی او ملګرتيا سر ه د تل په شان شنډې كړی.
1129653
captcha