IQNA

د لړم د مياشتې د ديارلسمې نیټې په مناسبت د ايران د خلكو مظاهرې/له ناپيلی غورځنګ د محصلينو غوښتنه

16:31 - November 02, 2012
د خبر لمبر: 2441828
سياسی ډله: د ايران خلكو د لړم د مياشتې د ديارلسمې نیټې په لاريون كښې ګډون سره له استكبار سره د مبارزې ورځ ولمانځله او د امريكا له سطله ګرو سياستونو څخه یې خپله غوسه او كركه څرګنده كړه.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په دغو مظاهرو كښې چې دامريكا دپخوانی سفارت يعنی دجاسوسۍ دځالې دنيولو دكليزې په مناسبت دايران دګڼ شمير خلكو په ګډون سره وشوې.
لاريون كونكو دامريكا پرضد شعارونو سره دايران داسلامی انقلاب پرضد دامريكا ډيرې دسيسې وغندلې . په تهران كښې محصلينو ،زده كونكو او نورو خلكو د امريكا د پخوانی سفارت مخې ته په راغونډيدا سره چې په لاسونو كښې یې د ايران بيرغونه او د سيمې په هيوادونو كښې د امريكا د لاسوهنو د غندلو په اړه یې بينرونه نيولی وو د نړيوال استكبار په وړاندې د اسلامی دنيا د دريدا غوښتنه وكړه.
د ايران مظاهره چيانو د لاريون په پاې كښې د يوه پريكړه ليك په خپرولو سره په سيمه كښې په اسلامی ویښتيا او په امريكا او اروپا كښې په ولسی غورځنګونو كښې د ايران د اسلامی انقلاب په رول ټينګار وكړ.
د ايران مظاهره چيانو په دغه پريكړه ليك كښې وويل دلړم دمياشتې ديارلسمه نیټه دايران داسلامی انقلاب په تاريخ كښې د برخليك ټاكونكی درس ورزدكونكو پیښو يادونه ده چې هره يوه پیښه یې دجنايتكارې امريكاپرضد د ايران د ملت د بې امانه مبارزې او د حق او حقيقت دجبهې په وړاندې دسلطې او استكبار دجهبې دمقابلې نوی باب ګڼل كیږی.
د ايران مظاهره چيانو په دغه پريكړه ليك كښې وويل دايران دولايت فقيه ګيرچاپير ګرځيدونكی ملی وفاق، پيوستون ، اتحاد او وحدت او داسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای حكيمانه لارښونې دايران د دښمانانو د شيطانی نقشو او دسيسو ماتی او ناكامۍ عامل او دايران نظام او انقلا ب مخ ته له چيلنجونو او مشكلاتو د وتلو ضامن دی.
له استكبار سره دمبارزې دملی ورځې دمظاهرو په پريكړه ليك كښې ويل شوی دی دايران له استكبار سره مبارزه كونكی او شهيد پاله ملت هماغه راز امريكا دبشری ټولنې او ځان لپاره ستره دښمنه او شيطانه ګڼی او ددنيا دملتونو د استكبار ضد حركتونو په ستايلو سره په اسلامی هيوادونو لشكر كشۍ كښې دامريكا او دهغې دملګرو جنايتونه او د لبنان او د اسلامی مقاومت حزب الله پرضد دسيسې كول او له منافقينو ترهګرې ډلې ملاتړ او دسوریې د ملت او حكومت پرضد ترهګر اقدامات په سخته غندی.
د ايران مظاهره چيانو دغه راز داسلامی امت په وحدت ټينګار سره له نړيوالو صالحو محكمو او حقوقی ټولنو وغوښتل د امريكا د چارواكو په جرمونو جدی غور او دهغوې محاكمه كول په خپلې ايجنډې كښې شامل كړی او هغوې ته دبشر پرضد د شرمونكو اقداماتو د ترسره كولو په خاطر سزا وركړی.
د لړم د ديارلسمې (۱۳) نیټې په لاريون كښې د تهران ګډون كونكو نرينه او ښځينه محصيلينو د ناپييلی غورځنګ د غړيو هيوادونو مشرانو ته په يوه ستر ليك كښې له امريكا او صهيونيسټ رژيم څخه د ناپييلی غورځنګ د مشرانو د برائت غوښتنه وكړه.
دغه راز د خارجی رسنيو څه د پاسه اتيا (۸۰) خبريالانو او عكاسانو او دوه سوه پنځوسو (۲۵۰) ايرانيو خبريالانو، عكاسانو په تهران كښې له نړيوال استكبار سره د مبارزې د ملی ورځې د لاريون د پيليدا له لومړيو شتون وموند او دغو دستورو ته یې پوښښ وركړ.
د چين سی سی ټی وی ، دجاپان اين ايچ كی ، دچين فونيكس ، دجرمنی ای ار ډی ، دتركیې ټی ار ټی ، دفلسطين اليوم ، د لبنان الميادين ، د قطر الجزيره ، د عراق النجاه ، د لبنان ايل بی سی ټيلی ويژن چينلونه ، دتركیې اناتولی، دافغانستان صدای افغان ، دامريكا ايسوسی ایټیډير پرس، دعراق الغدير او افاق او دجرمنی ډی پی ای او دامريكا دنيويارك ټايمز ورځپاڼې په شمول خارجی رسنيو دغه لاريون ته دپوښښ وركولو لپاره هلته شتون درلود.
1130572
captcha