د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام و المسلمين كاظم صديقی د سورېې بدلونونو ته په اشارې سره وويل اروپايی هيوادونو چې په سر كښې یې امريكا ده په سوریې كښې داسې اوور بل كړی دی چې خطر یې ټوله سيمه ګواښی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب په دې خبرې سره چې دسيمې هيوادونو ددې پرځاې چې دقدس دنيواكګر رژيم دزيات غوښتنو په وړاندې ودریږی دسور یې په كورنيو چارو كښې په لاسوهنو سره داسلامی هيوادونو ناوړه څيره جوړه كړی ده.
حجت الاسلام و المسلمين كاظم صديقی په سوریې كښې دتر هګرو ملاتړو هيوادونو ته خبرداری وركړ دنفاق او فتنې اوور به دنور زياتيدا په بڼه كښې د تاسو لمن ته هم وغږیږی او د سيمې ټول اسلامی هيوادونه به له جنګ سره مخامخ كړی . دتهران دجمعې لمانځه خطيب كاظم صديقی د سيمې هيوادونو او دسلطه ګرو هيوادونو ملاتړو ته سپارښتنه وكړه په سوریې كښې دكړكيچ د شرايطو په رامينځته كولو سره په سيمه كښې دسلطه ګرو او خارجی هيوادونو دشتون زمينه مه برابروی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام و المسلمين كاظم صديقی دغه راز د غدير خم دعيد په امباركۍ سره وويل غدير يوه مهمه پیښه ده چې دتل لپاره دبشريت د تار يخ په خاطرې كښې پاتې كیږی. هغه غدير د اسلام يو ستر اختر او د نبوت، ولايت او الهی حكومت دوام وباله چې له ټولو اخترونو لوړ دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب دغه راز له استكبار سره د ملی ورځې كليزې د امريكا د جاسوسۍ ځالې د نيولو د محصيلينو شهادت ته په اشارې سره وويل په مختلفو ډګرونو كښې د ايران د پرمختګونو په دليل د ايران د اسلامی جمهوريت پرضد د امريكا او د سلطې د نظام دښمنۍ ورځ په ورځ زياتیږی.
1130576