د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د مستضعفينو د بسيج د موسسې مشر سردار محمد رضا نقدی په دې خبرې سره چې په ايران كښې د امريكا پخوانی سفارت يعنی د جاسوسۍ ځاله د ايران د ملت پرضد د دسيسو، وژلې او كودتا مركز ؤ وويل د ايران ملت اجازه ورنه كړه چې د ايران د اسلامی جمهوريت پر ضد د دسيسې يو مركز په ازادۍ سره د هغوې لپاره فيصله وكړی.
د لړم د ديارلسمې (۱۳) نیټې په لاريون كښې د تهران ګډون كونكو نرينه او ښځينه محصيلينو د ناپييلی غورځنګ د غړيو هيوادونو مشرانو ته په يوه ستر ليك كښې له امريكا او صهيونيسټ رژيم څخه د ناپييلی غورځنګ د مشرانو د برائت غوښتنه وكړه.
د خارجی رسنيو څه د پاسه اتيا (۸۰) خبريالانو او عكاسانو او دوه سوه پنځوسو (۲۵۰) ايرانيو خبريالانو، عكاسانو په تهران كښې له نړيوال استكبار سره د مبارزې د ملی ورځې د لاريون د پيليدا له لومړيو شتون وموند او دغو دستورو ته یې پوښښ وركړ.
1130571