IQNA

قران مجيد د امام علی(ع) بې له كوم قيده د خدای او رسول(ص) په ادامه كښې بيانوی

22:13 - November 04, 2012
د خبر لمبر: 2442656
ټولنيزه ډله: حسينی ټينګار وكړ: د مائدې سورت 55 او 56 ايتونه د حضرت علی ولايت د خدای او رسول(ص) د ولايت په رديف كښې بې له كوم قيد او شرطه، بيانوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د اسلامی اړيكو او كلتور له سازمانه یې نقلوی، د ايران د سفارت د كلتورې ډلې په مرسته، د غدير جشن او د دين د بشپړتيا اختر، د جمعې په شپه د په ایټلی كښې د ابادو ايرانيانو د كورنو او د هغه ځای د مسلمانانو په ګډون سره د شهيد باهنر په ټاون كښې ترسره شو.
په دې پروګرام كښې د قران له تلاوت وروسته قربانعلی پور مرجان چې په اټلی كښې زمونږ د كلتوری مركز مشر دی د دې لوی اختر په مناسبت ټولو مسلمانانو په بيله توګه شيعه و ته مباركی وويله او ویې ويل چې دا هغه ورځ چې خدای پاك په دې ورځې دين كامل كړ او هغه د حضرت علی(ع) د ولايت په اعلان سره و چې د غدير خم په مقام كښې یې دا اعلان وكړ.
هغوی په ادامه كښې د مائدې سورت 55 او 56 ايتونه ته په پام وويل چې په دې ايتونو كښې د حضرت علی ولايت د خدای او رسول(ص) د ولايت په رديف كښې بې له كوم قيد او شرطه، بيانوی. او دا په خپله څرګند دليلونه دی.
1130982
captcha