د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، په خبری ناسته كښې د ايران د قرانی محصلانو د ملی مطالعاتو د څلورمنی فيسټيول د پروګرامونو څپړنه نن سهار د سه شنبې په ورځ د لړم د مياشتې په 16 نیټه د پوهنتون د كلتوری جهاد د مرستيال عليرضا زجاجی، د هيواد د پوهنتونونو د قرانی چارو د سازمان د مشر حجتالاسلام والمسلمين سيدمهدی تقوی په ګډون سره د دې سازمان د كانفرنسونو په هال كښې ترسره شوه.
په دې ناسته كښې اول تلاوت وشو بيا عليرضا زجاجی وينا وكړه او د پيغمبر(ص) د سپكاوی د غندنې په هكله یې وويل: په مونږ فرض دی د خدای د رسول ځلانده څيره معرفی كړو.
1132467