IQNA

ايران په كاناډا كې د خپلو اموالو ضبطيدل، د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزی وبلله

7:06 - November 07, 2012
د خبر لمبر: 2444019
سياسی ډله: د اسلامی ايران د بهرنيو چارو وزارت ويندوی رامين مهمانپرست نن په كاناډا كې د يوې محكمې د حكم په غبرګون كې وويل د يوه حكومت او د هغه د مالونو مصئونيت په نړيوالو حقوقو كې يو منل شوئ او بنسټيز اصل دئ او كه د سياسی ملاحظاتو په اساس دا حكم داغی كیږی دا به په نړيوال نظام كې د حاكميتونو د برابرۍ د اصل د تر پښو لاندې كولو په معنی وی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ايران له ورزايت خارجه یې نقلوی چې ښاغلی مهمانپرست زياته كړه د دې اقدام تر شا سياسی انګيزه له هيچا پټه نه ده او دا چې په كاناډا كې د ايران د سفارت له تړل كيدا سم لاسی وروسته د دې هيواد محكمې د ايران د ملت اموالو ته لاسونه اچوی د كاناډا د حكومت انګيزه په ښه ډول ترې څرګندیږی .
د ايران د بهرنيو چارو وزارت ويندوی د نړۍ په هره برخه كې د ترهګرو اقداماتو په غندلو سره زياته كړه موږ د كاناډا دولت د نړيوالو مقرراتو تر پښو لاندې كوونكئ بولو او روښانه ده چې اسلامی ايران د دې اقدام سياسی او حقوقی تعقيب خپل محفوظ حق بولی.
د ښاغلی مهمانپرست په وينا د كاناډا دولت دا اقدام د ملګرو ملتونو ، د ويانا كنوانسيون د ديپلوماتيكو اړيكو او د ۱۹۶۳ م كال د كنسولی اړيكو د قوانينو تر پښو لاندې كول او په نړيواله كچه د قانون د حاكميت له اصل سره په ټكر كې دئ.
1132262
captcha