IQNA

مهمانپرست: امريكې د بشری حقوقو په شورا كې د غړيتوب صلاحيت، له لاسه وركړے دے

21:51 - November 11, 2012
د خبر لمبر: 2446474
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د خارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست پرون وويل امريكا د بشری حقوقو په باب په خپلو منفی مخينو لامله په بشری حقوقو په شورا كې د غړيتوب صلاحيت نه لری
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، مهمانپرست همداراز وويل چې امريكا د بشری حقوقو په باب د ملګرو ملتو د بشری حقوقو په كنونشونونو او تړونونو كې له درج سټنډرونو او معيارونو سره په تضادی كړچارونو سره د دغې موسسې د بشری حقوقو په شورا كې چې د بشری حقوقو يوه خورا مهمه او كارنده نړيواله اداره شميرل كیږی دبيا غړيتوب صلاحيت نه لری.
د ايران د خارجه وزارت ويندوی ټينګار وكحړ دبشری حقوقوتاسيسې پريكړه ليك په دغه اوګران كې دغړيتوب يوازې هغو هيوادونو ته اجازه وركوی چې دبشری حقوقو مثبته او رڼا دوسيه ولری ودا په داسې حال كې دی چې دډيرو نړيوالو اورګانونوداعتراف په اساس امريكا په نړۍ كې دبشری حقوقو خلاف ورزی كونكې ده.
مهمانپرست د امريكا په وسيله د بشری حقوقو دنړيوالو سټنډرډونو دخلاف ورزيو په باب دبشری حقوقو په شورا كې ديو پی آر په نامه پړاويز راپورته په اشارې سر ه روښانه كړه دنړۍ په بيلابيلو سيمو كې په پټو او ښكاره بندونو كې دډول ډول شكنجو كارول، د عامو خلكو په تيره بيا د ښځو او ماشومانو عامې وژلې ، د فلسطين د ملت په ضد د اسرائيلو له جنايتونو ملاتړونه په دغه راپور كې د امريكا د بشری حقوقو دخلاف ورزيو په شامل دی چې ايران د ملګرو ملتو له غړو په تيره بيا ددغې ادارې په رامنیځةكولو كې چورليزی رول لوبونكو پراختيائی هيوادونو غواړی چې د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ كې د نومبر په دولسمه نیټه په انتخاباتو كې د بشری حقوقو په شورا كې د امريكا له غړيتوب سره مخالفت وكړی.
1134688
captcha