سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد ننن د متقاعد شويو د قدرونې او كورنې د ورځې سره په يو وخت د هيواد د متقاعد شويو بيلګه كسانو د درنښت په دستورو كې زياته كړه د ايران ملت تل په كلك هوډ اوارادې سره هر ډول خنډونه ليرې كړی او مخ په وړاندې تللی دی او دغه ډول نور خنډونه به هم په ورين تندی سره ليرې كړی.
ښاغلی ډاكټر احمدی نژاد وويل هر څوك كه د هر چينل او په هرې پلمې سره چې د ايران د پرمختګ په لاره كې دریږی د خدای په مهربانۍ سره به ئې د ايران ملت له خپلو پښولاندې كوی او د پرمختګ او پراختيا څوكې به فتح كړی.
د اسلامی ايران ولسمشر په اته كلن تپلی جنګ كې د صدام ملعون د جنايتونو په يادولو سره وويل اوس صدام له تاريخ سره يو ځای شوی او د ايران ملت په كلك هوډ او تل پآتې ارادې سره مقاومت كړی او بيا به هم د خپلو ملی ګټو لپاره مقاومت وكړی.
1135445