IQNA

امريكې ته د پاكستانی وزير غلام احمد بلور په ورتګ بنديز ولګيد

21:50 - November 11, 2012
د خبر لمبر: 2446476
نړيواله ډله: د پاكستان رسنيو اعلان وكړ چې په اسلام آباد كې د امريكا سفارت د پاكستان د ريل پټليو د وزير غلام احمد بلور او د هغه د ميرمنې ويزې باطلې كړې.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «cri» یې نقلوی چې په اسلام آباد كې د امريكا سفارت د پاكستان د ريل پټليو د وزير امريكا ته د هغوی سفر ممنوع اعلان كړے دے.
په خپله غلام احمد بلور هم تائيد كړې چې په اسلام آباد كې د امريكا سفارت ورسره تماس نيولئ او امريكا ته ېې د هغه په سفر بنديز لګولئ.
له دې وړاندې برطانېې هم خپل هيواد ته د دې پاكستانی وزير په ورتګ بنديز لګولئ ؤ.
د پاكستان د ريل پټليو د وزير غلام احمد بلور څه موده وړاندې په امريكا كې د اسلام پيغمبر صلی الله عليه واله ته له سپكاوی د ډك فلم له خپريدو وروسته د فلم د دايكتر د وژلو په سر يو لك ډالر جايزه ټاكلې وه.
كه څه هم د پاكستان حكومت د امريكا او برتانېې په دې پريكړو ناخوښی ښودلې خو په خپله بلور ويلی چې دا موضوع ده ته هیڅ ډول اندیښمنوونكې نه ده.
د يوه بل خبر له مخې د امريكا د سمندری فوځ يو عسكر چې مسلمان شوئ امريكا ته د ورتګ اجازه نه ده وركړل شوې. صادق لانګ لس كاله كیږی چې مسلمان شوئ او په قطر كې اوسیږی او اوس ېې نوم د نامعلوم لامل له امله په هغه ليست كې راغلئ چې امريكا ته سفر نه شی كولای.
د نوموړی مور اوس مهال سخته ناروغه ده او هغه غوښتل له قطر څخه خپل زیږنځای ته لاړ شی او د خپلې مور پوښتنه وكړی خو د امريكا دولت ورته اجازه ورنه كړه.
د امريكا د اسلامی شورا مشر وايی صادق كومه جنايی يا سياسی ناوړه مخينه نه لری او ښايی امريكا ته په ورتګ بنديز ېې د هغه د اسلامی نوم له امله وی. خو په خپله امريكايی چارواكو په دې اړه له څه ويلو ډه ډه كړې.
1134953
captcha