IQNA

د اسلامی او قرانی ریډوانو دويمه نړيواله ناسته د كب د مياشتې په اوومه نیټه په تهران كښې ترسره كیږی

21:27 - November 12, 2012
د خبر لمبر: 2447164
د قرانی چارو ډله: محمدحسين محمدزاده نن په پرس كانفرنس كښې د اسلامی او قرانی ریډوانو دويمه ناسته د كب د مياشتې له 7 تر 9 نیټې د آيت‌‌الله العظمی جعفر سبحانی د علمی مقام د درناوی او د "قران د بيدارۍ كتاب" په غږ سره په تهران كښې د ترسره كيدو په هكله خبر وركړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، دا خبری ناسته نن د لړم د مياشتې په 22نیټه د اسلامی او قرانی ریډيوګانو د مشر محمد حسين محمد زاده په ګډون سره د تهران د جام جم د ریډيو د شهيدانو په بلډنګ كښې ترسره شوه چې په كښې یې د اسلامی او قرانی ریډوانو دويمه نړيواله ناسته د كب د مياشتې په اوومه نیټه په تهران كښې د ترسره كيدو په هكله خبر وركړ. همدارنګ په دې ناسته كښې د قران د ریډيو د محرم او صفر د مياشتې خاص نشریې ته هم اشاره وشوه.
هغه په ادامه كښې د مقالو 9 موضوعاتو ته اشاره وكړه او ویې ويل: دا مقالې په پينځو ژبو فارسۍ، عربۍ، انگريزۍ، سپينش او فرانسوۍ كښې ليكل كيدې شی چې ټول ټكی یې شپږ زره وی په ناسته كښې به د مقالې سرليكونه لوستل كیږی او د تږ راتږ خرچ به د اتحادیې له خوا وی د مقالو رالیږلو موده د مرغومې د مياشتې تر اخری نیټې پورې ده او پته یې دا ده: uqr@irib.ir خوښې شوې مقالې به د كتاب په شكل چاپ كیږی.
1135991

captcha