سياسی ډله: د ايران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د هوا فضا ځواك قوماندان تورن جنرال امير علی حاجی زاده پرون مازدیګر په تهران كې خبريالانو په ټول كې امريكا ته خبرداری وركړ كه يو ځل بيا د دغه هيواد بې پيلوټه الوتكې ممنوعه سيمې يا ايف آئی آر ته داخلې شی نو د ساتندويه ځواك له سخت ځواب سره به مخامخ شی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له سپاه نيوز ويب پاڼې یې نقلوی چې ښاغلی سر دار حاجی زاده د دې خبرې په كولو سره چې د سپاه جنګی الوتكو نوموړی سيمې ته د امريكا د بې پيلوټه الوتكې سره د مقابلې لپاره په موقعې ډګر ته شوې زياته كړه د راپور په اساس د امريكا دغې بې پيلوټه الوتكې دنده د اطلاعاتو غونډول او هماغه جاسوسی وه.
د ايران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د هوا فضا ځواك قوماندان روښانه كړه دغه امريكائی بې پيلوټه الوتكې پر پوځی موخو سربيره د ايران په جنوب كې په خارك ټاپو كې د اطلاعاتو غونډول او د تيلی كشتيو د تګ راتګ څارل وو.
په هم دا وروستيو كې د امريكا يوه بې پيلوټه الوتكه په فارس خليج سيمې كې د ايران هوائی حدود ته داخله شوې وه چې د سپاه د جنګی الوتكو په چټك غبرګون سره تښتې ته مجبوره كړه.
1135706