د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی مذهبونو د تقريب د نړيوالې ټولنې مشر آيت الله محسن آراكې دغه غونډه د اسلام د دښمنانو د دسيسو په وړاندې د مسلمانانو د وحدت نښه وبلله.
آيت الله آراكی د اسلامی هيوادونو په وړاندې د لويدیځ كارړنګونو ته اشاره وكړه او ویې ويل د مسلمانانو اتحاد به د اسلام له دښمنانو د درز اچونكو فعاليتونو او دسيسو فرصت واخلی، او اسلامی امت بايد له مشكلاتو سره د مقابلې لپاره يوه نړيواله اتحاديه جوړه كړی او د مسلمانانو د ستونزو د آوارې لپاره هڅه وكړی.
د اسلامی امت د وحدت دوه ورځنی كنفرانس پرون د پاكستان د ملی يووالې د شورا لخوا پيل شوی او نن به پای ته ورسیږی .
په دغه نړيوال كنفرانس كې پر نورو ګډون كونكو سربيره د اسلامی ايران د مذاهبو د تقريب د ټولنې مشر آيت الله محسن اراكی، قاضی حسين احمد ، سيد ساجد علی نقوی ، حافظ حسين احمد، امين شهيدی، حافظ سعيد احمد ، ابوالخير زبيراو ځّينو نورومذهبی مشرانو هم وينا وكړه.
1135844