د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، دا د مقالو اعلان په نهه موضوعاتو كښې وشو: د اسلامی او قرانی پروګرامونه د جوړولو نوې طريقې، د اسلام او قران د موضوعاتو لپاره له نوې رسنو او ټيكنالوجۍ ګټه اخستل، د اسلامی او قرانی ریډوانو د پيغام رسولو خنډونه ختمول، په اسلامی ریډوانو كښې نزديكت، د اسلامی او قرانی ریډوانو مالی ستونزه هوارول، د مخاطبانو پيژندل، مخاطبانو سره اړيكې ساتل، له اسلامی او قرانی ریډوانو نمونه او بيلګه اخستل او الهی دينونو سره اړيكې ساتل.
دا مقالې په پينځو ژبو فارسۍ، عربۍ، انگريزۍ، سپينش او فرانسوۍ كښې ليكل كيدې شی چې ټول ټكی یې شپږ زره وی په ناسته كښې به د مقالې سرليكونه لوستل كیږی او د تږ راتږ خرچ به د اتحادیې له خوا وی د مقالو رالیږلو موده د مرغومې د مياشتې تر اخری نیټې پورې ده او پته یې دا ده: uqr@irib.ir خوښې شوې مقالې به د كتاب په شكل چاپ كیږی. www.uqr.irایډرس به خپریږی.
1136430