IQNA

د مفكورو څلورمه ناسته د ازارۍ موضوع سره ترسره شوه

6:27 - November 14, 2012
د خبر لمبر: 2447996
د رهبرۍ د سترمقام په شتون د آزادۍ په موضوع سره د ستراتيژيكو مفكورو څلورمه ناسته ترسره شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای په شتون سره د آزادۍ په موضوع سره د ستراتيژيكو مفكورو څلورمه ناسته د سه شنبې په ورځ د لړم د مياشتې په 23 نیټه ترسره شوه.
په دې ناسته كښې بیګا له ۱۵۰ نظرخاوندوانو، د پوهنتونو له استاذانو، څیړاندو او علمی آثارو له مؤلفانوسره په ناسته كښې د آزادۍ په موضوع سره د اسلامی ايران ستراتيژيكې مفكوری وڅیړلی . د دغه ستراتيژيكو غونډو هدف چې له دې مخكې یې دری غونډې د اسلامی بيلګې ، ايرانی پرمختګ او د عدالت ،ښځې او كورنۍ په موضوع سره ترسره شوی دی،د اوږدمهاله پروګرامونو د پلان او ستراتيژيكو موضوعاتو په باب د فيصلو او ستراتيژيكو او علمی خبرو اترو لپاره د نظرونو تضارب او مفكورو لپاره د تخصصی او علمی فضا برابرول دی .
په دغه غونډه كښې د لسو نظرخاوندانو خپلې ليدتوګې او نظرونه وړاندې كړل . د دغه غونډې په پيل كښې د غونډی منشی ډاكټر واعظ زاده ، د ستراتيژيكو مفكورون د غونډې د ادارې د اقداماتو په اړه لنډ راپور وړاندې كړ .
په دې اړه بشپړ خبېر راپور وروسته وړاندې كیږی
1137122
captcha