د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د العالم د راپور له مخې سيد حسن نصرالله ، پرون په بيروت كې د جنوبی ضاحیې د سيد الشهداء په غونډې كې دې ته په اشارې سره چې په لبنان كې به د پوځ، ولس او مقاومت تله ورځ په ورځ درنه شی وويل مقاومت به د غاصبانو له لاسه د ټولو سيمو تر ازادۍ پورې روان وی.
سيد حسن نصرالله د اسلامی مقاومت د ديرش كلنو برياوو په هكله وويل چې هغه استشهادی عمليات چې شهيد احمد قصير په نولس سوه دوه اتيايم كال كې د صهيونسټانو په خلاف و كړل د صهيونسټ رژيم په خلاف د عربانو د جنګ په تاريخ كې تر ټولو لوی عمليات وو.
ښاغلی سيد حسن نصرالله وويل چې امريكا او اسراييلو او په لبنان كې د څوارلسم مارچ ډلې هڅه وكړه چې په لبنان كې د مقاومت ځواك له مينځه يوسی خو ماته یې وخوړله .
د لبنان د حزب الله عمومی منشی سيد حسن نصرالله نيواكی فلسطين ته د بې پايلټه الوتكې استول د مقاومت د قدرت او دفاعی توان نښه وبلله او وې ويل چې صهيونسټ رژيم د دغه الوتكې په پرمختللې والی اعتراف كړی دی.
1136319