IQNA

ايت الله خامنه ای: په اسلام كې د آزادۍ بنياد، توحيد دے چې په خدای د عقيدے په معنا دے

10:11 - November 15, 2012
د خبر لمبر: 2448747
سياسی ډله: د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د ازادۍ په باره كښې د اسلام او لويدیځ د نظر تر مينځ تر ټولو مهم توپير د ازادۍ د بحث سرچينه او بنسټ وباله.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای بیګا د اسلامی جمهوريت د ستراتژيكو تفكرونو په څلورمې غونډې كښې له كابو ۱۵۰ پوهانو، شخصيتونو او د پوهنتون او علميه حوزو له استاذانو سره په كتنې كې په دې خبرې چې د ازادۍ په مقولې كښې بايد د اسلام د نظر د معلومولو هڅه وكړو زياته كړه په ليبراليسټی تفكر كښې د ازادۍ سرچينه د انسان پالنې تفكر يا هماغه اومانيزم دے په داسې حال كښې چې په اسلام كښې د ازادۍ بنسټ توحيد دے چې په خدای د اعتقاد په معنا دی.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لار ښود هم دار راز وفرمايل د اسلام په نظر كښې انسان د خدای له عبوديت پرته له هرډول قيد ازاد دی.
ښاغلی حضرت ايت الله العظمی خامنه ای انسانی كرامت په اسلام كښې د ازادۍ اصلی بنسټ وباله او حق په قران كښې ، حق په فقه او حقوقو كښې او دنده او په ارزښتی نظام كښې له څلوور منظرونو په اسلامی سرچينو كښې د ازادۍ بحث مطرح كيدا ته په اشارې سره وفرمايل په قران كښې حق د هدفمندې او منظمې ټولګې په معنا دی چې پر دې اساس عالم تكوين او عالم تشريع دواړه حق دی او د انسان ازادۍ حق دی او دا حق (ازادی) د باطل په وړاندې دریږی.
1137467
captcha