د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم خبری چينل یې نقلوی چې د فلسطين په غزې تړانګې په تيرو څلور ويشتو ساعتونو كښې د صهيونيسټ رژيم په هوايی حملو كښې تر اوسه نولس (۱۹) فلسطينيان شهيدان شوی.
د فلسطين مبارزانو هم تراوسه په اسرايلو څه د پاسه درې سوه اتيا (۳۸۰) راكټونه ويشتلی چې درې اسرايليان پكښې وژل شوی دی.
په فلسطينی سيمو د نيواكګرو صهيونيسټانو په هوايی حملو كښې څه د پاسه ۱۶۰ فلسطينيان ژوبل شوی هم دی . اسر ايلو له تيرې چهارشنبې ورځې د فلسطين په غزې كښې د حماس غورځنګ د يوه قوماندان احمد جباری له شهيدولو وروسته خپلو حملو ته زور وركړی او د فلسطين خلك یې په وينو كښې ليت پيت كړی دی.
د وينزويلا ولسمشر هوګو چاوز په غزې تړانګې د اسرايلو حملې د فلسطينيانو پرضد وحشتی توب وباله.
هغه وويل چې د فلسطين د غزې تړانګې د خلكو پرضد يو بل وحشی تيری پيل شوی دی. د وينزويلا ولسمشر هوګو چاوز د فلسطين د مسلې، د فلسطينی هيواد او په ملګرو ملتونو كښې د فلسطين د غړيتوب كلك ملاتړی دی . وينزويلا په ۲۰۰۹ ميلادی كال كښې په غزې تړانګې د صهيونيسټ رژيم د حملو په وخت له دغه رژيم سره خپلې ډيپلوماټيكی اړيكې غوڅې كړی وې.
1138133