د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت خارجه وزير علی اكبر صالحی پرون مازیګر د ملګروملتونو او اسلامی ملګرتيا موسسې عمومی منشيانو بان كی مون او اكمل الدين احسان اوغلو ته په جلا جلا ليكونو كښې په غزې تړانګې كښې د فلسطين په ښاريزو د صهيونيسټ رژيم د حملو په غندلو سره د دغو حملو د مخنيوی لپاره د نړيوالو ټولنو د سمدستی اقدام غوښتنه وكړه.
د ايران لخوا په دغو ليكونو كښې ټينګار شوی دی د فلسطين په غزې تړانګې د اسرايلو څاروی ډوله حملو د فلسطين د ملت د ډله ايزې وژلې لپاره د صهيونيسټ رژيم د ګواښونو د عملی كيدا د امكان په باره كښې د سيمې او نړۍ د خلكو عمومی افكار له وړاندې څخه زيات مشغول كړی دی.
د ايران خارجه وزير دغه راز د غزې تړانګې د وسيدونكو پر ضد د صهيونيسټانو د كلابندۍ د ختمولو لپاره د غوښتنې په ترڅ كښې وويل د صهيونيسټانو د نيواكګرۍ په ختميدا سره به د فلسطين د ملت هر اړخيزه او جايز حقونه پوره شی.
د ايران دغه حكومتی چارواكی وويل صهيونيسټ جعلی رژيم په غزې تړانګې حملو كښې څو هدفونه تعقيبوی چې ترټولو مهم یې د غزې خوا ته د كورنيو او خارجی افكارو انحرافول او د سوریې د حكومت د مخالفانو لپاره د امن حاشیې رامينځته كول دی چې وكولای شی د امريكا او د سيمې د ځينو هيوادونو د لاسوهنې په سيوره كښې د سورېې د كړكيچن كولو او د سورېې د حكومت د نسكورولو كار ترسره كړی.
د ايران دغه مسول د صهيونيسټ رژيم په كابينې كښې د داخلی اختلافاتو په څنګ كښې سختو اقتصادی مشكلاتو ته په اشارې سره وويل دصهيونيسټ رژيم لومړی وزير دامريكا په وروستيو انتخاباتو كښې د باراك اوباما ملاتړ ونكړ او اوس له وړاندې څخه په يوه جوړ كړی شوی پلان سره له خپلو حملو د باراك اوباما د ملاتړ په تمه دی.
1138260