IQNA

16:47 - November 16, 2012
د خبر لمبر: 2449065

مهمانپرست: د صهونيسټ رژيم د وحشی پوځيانو جنايتونه منظمه ترهه ګری ده

سياسی ډله: د ايران د خارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست نن يو ځل بيا د فلسطين په غزه تړانګې د صهونيست رژيم د پوځ د حملو د دوام په محكو م كولو سره وويل له بده مرغه د بشری حقوقو د مدعی نړيوالو ټولنو او اورګانونو د چپتيا په سيوری كې د فلسطين د مظلومو خلكو وژله د صهونيسټ رژيم د معمول په روئې بدله شوې ده.

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی مهمان پرست ټينګار وكړ ايران د فلسطين د خلكو په وژلو كې د صهونيست رژيم د څاروی ډوله پوځيانو جنايتونه يوه منظمه ترهه ګری ګڼی او د ناپیّلی غورځنګ د مشر په توګه د دغه غورځڼګ د غړو هيوادونو پام د فلسطين د مظلوم ملت د دفاع په وړاندې په تيره بيا د غزې تړانګې د كلابندو اوسيدونكو بد وضيعيت په باب د هغوی مسئوليت ته اړوی.
د ايران د خارجه وزارت ويندوی هم دا راز وويل، ايران د ناپیّلی غورځنګ د غړو هيوادونو له خوا د فلسطين د مظلوم ملت په وړاندې د صهونيسټ رژيم د جنايتونو د پريكنده محكوميت او له صهونيسټ رژيم سره د هر ډول اړيكو د غوڅولو غوښتنه كوی.
1138263

captcha