د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايت الله خاتمی په خطبو كې په غزې تړانګې د صيهونيسټ رژيم د وروستيو حملو او د دغې سيمې د خلكو د وژلې د غندلو په ترڅ كې د دې خبرې په كولو سره چې د صيهونيسټ رژيم د څاروی ډوله حملو دوام د اسراييلو د جنايتكارنه ماهيت ښكاره تاييد دې زياته كړه د مقاومت زړهور كړچار او د صيهونيسټانو په وړاندې د دغې جبهې ورته مقابله د ستايلو ده.
د تهران د جمعې لما نځه خطيب د تل ابيب د اوسيدونكيو د تښتيدا په وجه د ارواګانو د ښار په تشبيهولو سره جوته كړه د اسراييلو په وړاندې به د دغه ډول حركتونو دوام دير ژر د فلسطينيانو او د نړۍ د درستو ازادی غواړو لپاره نهای برياليتوب ډالۍ كړ ی.
ايت الله خاتمی په غزې تړانګې د اسرايلو له تيری د امريكا په ملاتړ په نيوكې سره وويل امريكا دې پوهه شی چې د اسراييلو رژيم به هیڅ كله د مقاومت د ماتې وس ونلر ی او دغه موضوع ۴ كاله وړاند ې د صيهونيسټانو په وړاندې د مقاومت په ۲۲ ورځنی جنګ كې ثابته شوی ده.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب هم دا راز د امريكا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه وويل د دغه هيواد مشران په داسې حال كې د ډيموكراسۍ او په انتخاباتو كې د ګوندونو د شركت ادعا كوی چې د امريكا د ولسمشرۍ انتخابات يوازې په دو كانديدانو او هغه هم په دو ګوندونو ختيمیږی.
ښاغلی ايت الله خاتمی پر دې په تينګار سره چې د امريكا د استكباری او نړيوال صيهونيزم په سياستونو په وړاندې د اسلامی ايران دریځونو د بدليدو ندی، جوته كړه د ايران ملت به د زور ويونكيو او ډير غوښتونكيو په وړاندې له خپلو حقوقو معمولی شان ته شا تګ هم ونكړی.
ايت الله خاتمی هم دا رنګه د قطر په پلازمينې دوحې كې د سوریې د مخالفانو وروستې غونډې ته په اشارې سره وويل د مخالفانو نوې ايتلاف له كومې ارادې درلودلو پرته په دغه هيواد كې د ملكيانو د وژلې په دوام او د كړكيچ د زياتولو په چوكاټ كې د لويدیځ له لوری ديكته شوی حكمونه اجرا كوی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د دې خبرې په كولو سره چې د سوریې ملت له هغو ايتلافونو چې د استعماری سياستونو په چوكاټ كې جوړیږی كركه لر ی او په ډيرې زړورتيا سره د هغو په وړاندې تر برياليتوبه مقاومت كوی، زياته كړه د سوریې د كړكيچ د ختميدا يوازنې لاره له كومې بهرنی لاسوهنې پرته د سوریې ملت ته د خپل برخليك د ټاكلو حق وركول دی.
ايت الله خاتمی هم دا راز د محرم الحرام د مياشتې رارسيدا ته په اشارې سره د ايران له ملته وغوښتل سږ كال هم د تيرو كلونو په شان د شهيدانو د سالار حضرت ابا عبد الله الحسين عليه السلام د شهادت د وير او ماتم دستورې په له پرتمينه توګه ترسره كړی.
1138327