د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له المنار یې نقلوی چې د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله د اسرايلو حملو ته په اشارې سره وويل مقاومت تر اوسه له اسرايلو سره په مقابلې كښې خپل صلابت، مقاومت، ثبات، حكمت ، شجاعت ، مديريت او قدرت ښودلی دی.
حسن نصر الله وويل كه چيرې د فلسطين مقاومت كمزوری وائ نو دښمن نور سپينی ستر ګې كيده خو د جنګ د پيليدا له څو ورځې تيريدا وروسته مقاومت پياوړی شوی دی.
مشر حسن نصر الله وويل اسرابيل له غلطې او تو هم سره مخامخ شول چې په غزې یې حمله وكړه.
د لبنان د حزب الله مشر وويل اسرايلو فكر كاوه چې دفلسطين مقاومت ډلې دجنګ په لومړۍ يا دوهمه ورځې تسليمیږی او غوښتنه به وكړی چې په هره بيه چې وی جنګ ختم كړی خو نن دا اسراييل دی چې د اووربند غوښتنه كوی او د فلسطين مقاومت د اووربند لپاره شرط وړاندی كړی دی.
د حزب الله مشر حسن نصر الله د فلسطين د حملو په وړاندې د اسلامی ملګرتيا موسسې په كمزوری دریځ سخته نيوكه و كړه.
1139227