د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر روښآنه كړه دامريكا ولسمشر دصهونيسټ رژيم په دغې حملې دراضی كيدا په اعلان سره په انتخاباتو كې پخپلې بې شرمه ژمنې عمل وكړ او دغه رژيم د لويدیځ په شنې اشارې سره په سپين سترګيتوب او بدماشۍ سره دغه حمله پيل كړې او وائی چې دغه اقدامات د فلسطين د مقاومت د پوځی توان په خاطر دی.
ښاغلی علی لاريجانی ټينګار وكړ كه په نړيوال ډګر كې دغه منطق رواوالی لری ،نو بياخو ټول هيوادونه دا حق لری چې دډل وژونكو وسلو ددرلودلو په دليل په صهونيسټ رژيم يرغل وكړی.
د ايران د اسلامی شورا مشر هم دا راز د اسلامی او عربی هيوادونو بې پروائی او بې پامی دصهونيسټ رژيم دګستاخۍ سبب وبلله چې له هوا اوسمندره په غزې كې د فلسطين پر میړنی اومظلوم ملت ئې بشپړ سنبال او وحشی ډوله حمله كړې او په سلګونو ماشومان ښځې او بوډاګان ئې په وينو كې ليت پيت كړل.
هغه روښانه كړه كله امريكا او لويدیځوال د مظلومو خلكو په وينو ككړ صهونيسټی رژيم ته هر ډول وسلې وركوی، نو ولې ژمن اسلامی هيوادونه فلسطينيانو ته دضرورت وړوسلې نه وركوی.
1139398