د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د روان كال دحج د چارو له مسولانو او مقاماتو سره په كتنې كښې حج استثنايی واجب وباله او په اسلامی دنيا كښې د وحدت په مهمې مسلې ټينګار سره یې وفرمايل په حج كښې د اسلامی نړۍ وحدت، عظمت او تكثر عينيت مومی او بايد له دغه ظرفيت څخه په ښه ډول استفاده وشی .
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود دې ته په اشارې سره چې د حج فريضه د عبادت، تضرع او د سياسی او ټولنيز شتون له عناصرو څخه جوړه ده وويل د ايران د اسلامی انقلاب له برياليتوب وړاندې د ايران د حاجيانو پام يوازې د حج د اعمالو په سم ډول ترسره كولو ته اوړيدلی وو په داسې حال كښې چې د حج سترې او استثنايی دستورې د وحدت، عظمت او تكثر په شان نورې مهمې ځانګړنې هم لری.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای ټينګار وكړ د حج سترې او استثنايی دستور ې كولای شی دټولنې پيژندنې او انسان جوړونې په چوكاټ كښې نوی حركت ووسی خو په تيرو كلونو كښې اختلافات په غير طبيعی توګه زيات شوی دی او د دې ښودنه كوی چې اختلافات اسلامی ټولنې ته پچكاری شی او دغه اختلافات په هغوې ور وتپل شی.
د ايران داسلامی انقلاب ستر لارښود په سوریې كښې ناكراريانې هم د حاجيانو يوه ذهنی اندیښنه وبلله او په دې خبرې سره چې دسورېې په موضوع كښې د ايران د اسلامی جمهوريت منطق كاملا روښانه دی ټينګار وكړ د سوریې دمسلې حقيقت دا دی چې د استكبار جبهه نيت لری په داسې سيمه كښې چې د صهيونيسټ غاصب رژيم هم پكښې پروت دی د مقاومت ځنځير مات كړی.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود د سوریې د كړكيچ حل لاره دغه هيواد ته د وسلو د استولو مخنيوی وباله او ډاګينه یې كړه په هر هيواد كښې چې له بهر څخه د هيواد مخالفان په وسلو سنبال شی په طبيعی ټوګه به یې واكمنانان ورسره مقابله وكړی.
د ايران د مشر تابه ستر مقام ډاګينه كړه كه چيرې د سوریې د حكومت مخالفان له وسلو لاس واخلی د مخالفانو د نظرونو د اوريدو او د خپلو دریځونو د بيانولو لپاره د سوریې له حكومت څخه د غوښتنې امكان به هم وجود ولری.
1140574