IQNA

حسن نصر الله: د عربو هيوادونه دې د شام د ترهه ګرو په ځای، د غزې له مظلومو سره مرسته وكړی

8:25 - November 20, 2012
د خبر لمبر: 2451461
نړيواله ډله: د لبنان د حزب الله مشر بیګا د محرم د پاكې مياشتې په مناسبت په يو لړ څرګندونو كې په غزې تړانګې د صهونيسټ رژيم د بې امانه حملو په باب د عربی هيوادونو منفعلانه رول په نيوكو سره وويل نن سبا غزې تړانګې ته د وسلو لیږل يو واجب كار دی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له المنار خبری چينل یې نقلوی چی د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشی سيد حسن نصر الله روښانه كړه اسرائيليان فكر كوی چې د فلسطين د مقاومت توغندی تمام شوی دی او د مقاومت فعاليتونه دریږی، نو ځكه پر عربی او اسلامی هيوادونو واجبه ده چې خپلې پولې پرانيزی او په غزې تړانګې كې د مقاومت لپاره لازيات توغندی او وسلې ولیږی.
سيد حسن نصر الله هم دا راز په غزې كې د فلسطين د مقاومت ځواك تل پاتيكيدا ته په اشارې سره روښآنه كړه تر نن پورې د صهونيسټانو په وړاندې د فلسطين د مقاومت میړنی ځواب، تل پاتيكيدا او دريدا دوام لری او هغو شرطونو ته د مقاومت پابندی چې د اووربند لپاره ئې مطرح كړی دی ډيره مهمه ده.د صهونيسټ رژيم د ریډيو له قوله العالم ټيليويژنی چينل هم بیګا راپور وركړ د صهونيسټ رژيم د اووربند لپاره د فلسطين د مقاومت په شرطونو غور كوی.
د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشی هم دا راز روښانه كړه د هغو موخو ټولګه چې صهونيسټانو په غزې كې په حملو سره په نظر كې نيولې وه پای ته رسيدلې او اوس صهونيسټی رژيم د دغو موخو په خاطر په دوهم او دريم ځل بمبارۍ كوی، هماغه كار چې په ۲۰۰۶ كال كې ئې له لبنان سره په جنګ كې كاوه خو د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو په شهيدولو او د ودانيو په كنډوالو بدلولو سره به هیڅ كله د ايمان طاقت او مقاومت ختم نه كړی او پر هغوی به ورځ يو ځل بيا توره شپه كړی او اوور بند ته به غاړه كیږدی، عربی او اسلامی هيوادونه دې د سرې مياشتې رول نه لوبوی او پخپلو اسلامی او انسانی دندو دې عمل وكړی او د غزې د مظلومو خلكو په ملاتړ كې دې چغه پورته كړی څو درسته نړۍ ئې د دينی غيرت او ايمان ننداره وكړی.
1140810
captcha