د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی مهمانپرست زياته كړه اسلامی ايران له لومړی سره پر غزه د اسرائيلو بريدونه سخت غندلی او د اسلامی ايران د بهرنيو چارو وزير علی اكبر صالحی د اسلامی ملګرتيا سازمان په غونډه كې په دې اړه د اسلامی هيوادونو سره مشرانو سره په دې اړه د نظر تبادله كړې ده.
د مهمانپرست په وينا د فلسطين له خلكو ملاتړ د ايران اصولی سياست دئ او تهران غزې ته د بشری مرستو لیږلو ته چمتوالئ نيولئ دئ . د بهرنيو چارو وزارت ويندوی د سورېې په اړه وويل ايران او د نړۍ ګڼ نور هيوادونه په دې اند ډی چې د سورېې د بحران حل يواځې د خبرو اترو له لارې ممكن دئ او بايد په خپله د سورېې خلك د خپل برخليك په اړه پريكړه وكړی .
د مهمانپرست په وينا هغه هيوادونه چې سورېې ته وسلې لیږی پر غزه ېې د صهيونيست رژيم په جنايتونو خوله پټه كړې ده . هغه د ايران او ۵+۱ ډلې تر منځ د راتلونكو خبرو اترو په اړه هم هيله مندی وښوده چې آژانس په منطقی كړچار سره له ايران سره خبرو اترو ته كينی .
1140294