د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د مصر له الدستور ورځپاڼې یې نقلوی چې صهيونيستی رژيم پرون د غزې په مركز كې د شهدا په نوم روغتون هم بمباری كړ. اسرائيلو تير مازدیګر د غزې په اسلامی بانك هم بمباری وكړه او هغه ېې تخريب كړ.
د فلسطين الان راپور وركړ اسرائيل د غزې په بيخ بنايی تأسيساتو بريدونه كوی. د صهيونيستی رژيم يوه تلويزون هم وويل تر اوسه د غزې پر ملكی سيمو كابو زر ټنه بمونه غورځول شوی دی . تر اوسه په غزه كې ۱۱۰ تنه چې ښځې او واړه ماشومان په كې شامل دی شهيدان شو ی او تر ۹۰۰ ډير ټپيان دی .
په پاكستان ، عراق ، ليبيا ، او د نړۍ په يو شمير نورو هيوادونو كې خلكو پر غزې د اسرائيلو د بې رحمانه بريدونو په اعتراض كې مظاهرې كړې دی.
هم دا راز د چين د بهرنيو چارو وزارت ويندوی پر غزې د اسرائيلو د بريدونو په غندلو سره له دې رژيم وغوښټل چې پر غزه بريدونه چې قربانيان ېې بې ګناه ښځې او ماشومان جوړوی ودروی . خوا چون اينك وويل دې بريدونو ټول منځنئ ختیځ نارامه كړئ دئ .
1141073